خبرونه
خبرونه
June 14, 2025 at 10:54 AM
د ایران یوه لوړپوړي چارواکي ويلي، چې پر اسرائیلو د ايران هوایي بریدونه به راتلونکې څو ورځې هم دوام ومومي او پر دې سربېره به سيمه کې د امریکا پوځي هډې هم د خپلو هدفونو په لېست کې شاملې کړي. یاد لوړپوړي ايراني چارواکي نن شنبه له CNN خبري شبکې سره په خبرو کې ويلي:«موږ به پر اسرائیلو خپل بریدونه لا شدید کړو او د هر هغه هېواد دفاعي سیستم به هدف وګرځوو، چې غواړي د اسرائیلو د هوایي دفاع ملاتړ وکړي». سي اېن‌ اېن‌ د نوم نه ښودلو سره د ياد ايراني چارواکي له قوله زياته کړې، چې د ایران اقدامات د نړیوالو قوانینو مطابق او د اسرائیلو د تېري او بریدونو پر وړاندې د مشروع دفاع په چوکاټ کې ترسره کېږي. پر دې سربېره د ايران د سپاه پاسداران یوه لوړپوړي چارواکي هم فارس خبري آژانس ته ویلي، چې د ایران بریدونه به په راتلونکو څو ورځو کې لا پراخ شي او د سیمې امریکایي پوځي هډې به هم هدف وګرځي. ياده دې وي چې بېګا شپه د اسرائیلي رژيم له بریدونو څو ساعته وروسته، سپاه پاسداران د «وعده‌ی صادق-۳» تر عنوان لاندې عملیات پیل کړل او تر دې دمه یې د شپږو پړاوونو راکټي بریدونو په ترڅ کې د اسرائیل بېلابېل ښارونه په ځانګړې توګه تل‌ابیب په نښه کړی، ۳ اسرائيليان یې وژلي او تر سلو ډېر یې ټپيان کړي دي. تهران او تل ابيب په يوه بل مستقیم بریدونه په داسې حال کې ترسره کوي، چې د نړیواله ټولنې په ګډون د امنیت شورا، اروپايي اتحادیې او ګڼ شمېر هېوادونو له دواړو خواوو د زغم غوښتنه کړې؛ خو اسرائیل او ايران پر خپلو دریځونو ټينګار کړی او سيمه د يوې پراخې جګړې پر لور روانه ده. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments