خبرونه
خبرونه
June 14, 2025 at 11:36 AM
ايراني رسنيو راپور ورکړی، چې د سوریې د ملکي هوايي چلند ادارې نن د شنبې ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد فضايي حریم بېرته پرانیستل شوی دی. له سوریې سره هممهاله، لبنان هم اعلان کړی چې د دې هېواد اسمان یو ځل بیا د الوتنو لپاره خلاص شوی او د لنډمهاله بندېدو لامل یې «سیمه‌ییزې نښتې او بدلونونه» ښودلي. تر دې وړاندې اردن هم اعلان کړی و، چې د خپل هېواد پر فضا الوتنې بېرته پيلوي. ياده دې وي، چې د پورته هېوادونو هوايي حريم پرانيستل به له ايران سره مرسته وکړي څو په اسانۍ سره خپلې الوتکې او توغندي تر اسرائیلو ورسوي. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments