خبرونه
خبرونه
June 14, 2025 at 11:37 AM
د ایران تسنیم خبري اژانس تائید کړې، چې پر ایران د اسرائیلو تازه بریدونو کې د ایران درې نور ساینسپوهان علي بکایي کریمي، منصور اصغري او سعید برجي وژل شوي دي. دې سره د اسرائیلو له لوري د په نښه شویو ایراني ساینسپوهانو شمېر ۹تنو ته ورسېد. بل‌خوا د ایران زنجان سپاه مهدي قومندانۍ هم د دغو بریدونو په لړ کې د خپلو درې قومندانانو وژل کېدل تایید کړي. نن سهار هم د اسرائیلو په بریدونو کې د ایران سپاه پاسداران دوه مهم قومندانان وژل شوي وو. اسرائیلو شېبه وړاندې د ایران پر خرم اباد، کرمانشاه او ختیځ اذربایجان ولایتونو بریدونه وکړل. #خبرونه https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments