
خبرونه
June 14, 2025 at 12:44 PM
*کابل ولایت کې د نشه يي توکو د خرڅلاو، کارولو او انتقال په تړاو ۱۲۷ کسان نیول شوي دي*
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو په مرسته د کابل ښار له مختلفو ناحیو څخه په تیرو څو ورځو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د خرڅلاو، کارولو او انتقال په تړاو ۱۲۷ کسان له ۴۶۰۴ عدده نشه يي ګولیو، ۳.۵۶۶ کیلوګرامه چرسو، څه اندازې شیشې، تریاکو او ډول ډول نشه یي توکو سره یوځاي نیول شوي دي، چې له څیړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
https://x.com/AfghanistanCnpa/status/1933866848337973616?t=h4JB_xWp9aomMAtgAeWIgw&s=08