خبرونه
خبرونه
June 14, 2025 at 02:58 PM
پر اسرائیلي ښارونو (اشغالي فلسطین) د ایران د غچ اخیستې توغندیزو بریدونو کې د اسرائیلي وګړو مرګ ژوبلې شمېر ډېر شوی دی. المیادین رسنۍ د اسرائیلي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د ایران توغندیزو بریدونو کې ۴ صهیونیستان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. له تېرې شپې راهیسې ایران پر اسرائیلي ښارونو پراخ د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي، چې ګڼ اسرائیلي اهداف یې په نښه کړي دي او اسرائیلو ته یې زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. یاده دې وي، چې تازه د ایران تسنیم اژانس خبر ورکړ، چې د اسرائیلو نړېوال بن‌ګوریون هوايي ډګر هم د الوتنو پر مخ تر دویمې خبرتیا تړل شوی دی. #خبرونه https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J
👍 1

Comments