خبرونه
خبرونه
June 14, 2025 at 03:59 PM
خبريال ترېنه پوښتنه وکړه نوم دې څه دی؟ په خوشحالۍ او جرأت يې ځواب ورکړ: ملالۍ خبريال ترې وپوښتل پلار دې يادېږي ؟ ملالۍ د خپل تره تر څنگ پټه شوه د تره څادر يې مخ ته ونيو ژړا ترې د خبرو توان واخست خپل شهيد شوی ټوټه ټوټه پلار يې مخته ودرېد چې درې کاله مخکې يې له دې فانۍ نړۍ نه د ابد پر لور سفر وکړ ، ملالۍ يې په ډېر کم عمر کې د ستړې دنيا ربړو او مشکلاتو ته يوازې پرېښوده، ملالۍ په داسې حال کې د خپل پلار له سيوري محرومه شوه چې د يو ماشوم په حيث يې ناز او پلرنۍ مينې ته اړتيا لرله. دا يوازې د کوچنۍ ماشومې ملالۍ د ژوند داستان ندی بلکې په دې شهيد پروره خاوره کې داسې يتيم ماشومان هم شته چې د مور په گېډه کې يې خپل پلار له لاسه ورکړی . داده سلهاوو مبارزو سرښندونکو کيسې دي چې د اعلاء کلمة اللّٰه لپاره يې خپل دزړه ټوټې (بچيان ) ماشومان پرېيښي او دادی نن موږ او تاسو د همدوی له برکته په وقار او عزت سره د اسلامي بیرغ تر چتر لاندې د ارام ساه اخلو. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J
❤️ 😢 2

Comments