
لیکنې او یاد داښتونه
May 18, 2025 at 02:59 PM
اې د غزې صابرو بچیانو!
ستاسو د کورونو کنډوالې زموږ د زړونو بنیادونه لړزوي؛ که څه هم له تاسې لرې یو، خو هره آه او فریاد مو دلته احساسېږي.
ستاسې د ماشومو شهیدانو څهرې، زموږ د وجدان د صبر ازموینه ده. موږ د دعا، وفا او ژمنتیا تر سیورې لاندې خپل ارمانونه درسره شریک کړي.
ظلم به تېر سي، خو ستاسو قربانۍ به د تاریخ په زرینو لیکو کې تلپاتې روښانه وي.
غزه یواځې نه ده، موږ ستاسو تر څنګ یو، په درد، دعا او د الله تعالی د نصرت په امید کې.😰
😢
5