لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
May 23, 2025 at 05:53 AM
*اغزي او لونګ* لنډ تاثر: محمدیوسف بدري " اغزي او لونګ" د شهید یحیی السنوار تقبله الله له لورې لیکل سوی اثر دی چې د فلسطین د مظلوم ولس د ژوند، مبارزې او امیدونو ژوره انځورګري کوي. دا کتاب نه یوازې د یو فرد ژوند ته کتنه ده، بلکې د یوې ټولنې د زخمونو، ارمانونو او مقاومت کیسه ده. په دې اثر کې، السنوار شهید د خپل ژوند له لومړیو شیبو، د ماشومتوب له خاطرو، د تعلیم له مراحلو بیا تر سیاسي مبارزې پورې، هر څه په تفصیل سره بیان کړي دي. هغه د خپل ژوند لوړې ژورې، د زندان سختۍ، د مقاومت لحظې، او د آزادۍ لپاره هڅې په داسې ډول انځور کړي چې لوستونکی د هرې پاڼې سره د فلسطین د ولس دردونه احساسوي. شهید السنوار په کتاب کې له ساده، خو ژورې ژبې کار اخیستی. هغه د خپلو تجربو او احساساتو بیان ته داسې رنګ ورکړی چې لوستونکی نه یوازې د معلوماتو ترلاسه کولو، بلکې د احساساتو شریکولو تجربه هم کوي. د هغه لیکنه د صداقت، اخلاص او ژور فکر څرګندونه کوي. "اغزي او لونګ" یوازې یو ادبي اثر نه دی، بلکې د فلسطین د ولس د مقاومت، صبر او امیدونو یو ژوندی سند دی. دا کتاب د هغو کسانو لپاره یو الهام دی چې د آزادۍ، عدالت او کرامت لپاره مبارزه کوي. شهید سنوار تقبله الله په دې اثر کې ښيي چې څنګه یو فرد، سره له ټولو ستونزو، کولی سي د خپل ولس لپاره یو الهام‌بخش شخصیت سي. لوستل یې هر هغه چا ته توصیه کېږي، چې غواړي د فلسطین د ولس د ژوند حقیقي کیسه درک کړي. افغانستان بادغیس ۳۰ / ۲ / ۱۴۰۴
❤️ 1

Comments