لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
May 23, 2025 at 05:55 AM
*امارت او نړۍ* لنډ تاثر: محمدیوسف بدري "امارت او نړۍ" یوه ارزښتناکه رساله ده چې د المرصاد ادارې له لورې د وخت د اړتیا او فکري دفاع لپاره ترتیب سوې ده. دا رساله په داسې وخت کې وړاندې سوې چې د اسلامي امارت پر مشروع او شرعي نظام د داعشي خوارجو له لورې بې‌بنیاده نقدونه او فکري حملې روانې وې. په یاده رساله کې د دغو افراطي افکارو د اصلاح او بطلان لپاره نه یوازې منطقي دلائل وړاندې سوي، بلکې د احادیثو له روڼو رڼاګانو او د امت د جیدو علماوو له اقوالو پیاوړی استدلال سوی. د خوارجو د پیدایښت، صفاتو، او د دوی د افراطي منهج د خطرناک اغېز بیان د رسالې مهم ټکي دي، او دا څرګندوي چې څرنګه د اسلامي امارت معتدل، حکیم او ملت‌پال نظام له افراط او تفریط نه پاک، د شریعت پر بنسټ ولاړ نظام دی. په ټوله کې، "امارت او نړۍ" د فکري دفاع، دیني بصیرت او امت‌ساتنې په برخه کې یو مؤثر او وخت‌شناس اثر دی. بادغیس ۱ / ۳ / ۱۴۰۴

Comments