
لیکنې او یاد داښتونه
May 30, 2025 at 02:23 PM
نن چې د غزې په کوڅو کې د معصومو ماشومانو، سپینږیرو او بې وسو ښځو وینه د صهیونستي ښامار لخوا په بېرحمۍ سره زبېښل کېږي، دا یوازې یو ظلم نه دی، بلکې د ټول امت پر ضمیر یو برید دی. د اسلامي امت واکمنان چې دا ظلمونه یوازې ننداره کوي، هغوی د تاریخ، امت او الله په وړاندې مسئول دي.
دوی چې چوپ پاتې دي، دا چوپتیا به نه یوازې د امت زړونه زخمي کړي، بلکې دا امت به لا نور له کړاوونو سره مخ کړي. نن د غزې ننګ د هر مسلمان ننګ دی او څوک چې دا ننګ نه احساسوي، هغوی د غیرت له کاروانه پاتې دي.😰
#نحن_مع_غزة