
لیکنې او یاد داښتونه
May 30, 2025 at 02:25 PM
که اسلامي حاکمانو غزه هیره کړې، خو د امت بچیانو نه ده هیره کړې. که حکومتي ماڼۍ چوپ دي، خو د امت زړونه د غزې له درد سره درزا کوي. که د قدرت واکمنانو د صهیونستي ظلم پر وړاندې سترګې پټې کړې، خو د کوڅو، مسجدونو، مدرسو او محرابونو خلک لا هم د غزې شهیدان خپل شهیدان ګڼي.
غزه د امت په حافظه کې ژوندۍ ده، د هر بااحساسه مسلمان په دعاوو، اوښکو او ارمانونو کې ژوند کوي. هر ظلم چې هلته وسي، د ایمان خاوندان یې پر خپل ځان ګڼي. هر شهید ماشوم، هره شهیده مور او هر وران کور، زموږ د کور، عزت او وجدان برخه ده.
د حکامو بې غوري به د تاریخ په تور کتاب کې ولیکل سي، خو د مسلمان امت وفاداري، خواخوږي او ملاتړ به د عزت په زرینو کرښو کې ثبت پاتې سي. غزه نه ده یواځې؛ د امت زړونه، دعاوې او فریادونه به تل ورسره وي.😰
#نحن_مع_غزة