لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
June 5, 2025 at 08:26 AM
*اختر مسلمانانو ته څه پیغام لري؟* محمدیوسف بدري اختر د مسلمان امت د روحانیت، اتحاد، خوشحالۍ او شکر ورځې دي. دا یوازې د جامو، خوړو او تفریح ورځ نه ده، بلکې دا د الله جل جلاله له لورې د مؤمن بنده لپاره د عبادتونو د قبلېدو، د نېکیو د زیاتوالي او د مهربانۍ، یووالي او اصلاح د درسونو یوه پوره مجموعه ده. اختر موږ ته دا را زده کوي چې مسلمان یوازې نه دی، بلکې د یوه لوی امت برخه دی، باید له خپل ورور سره شریک سي، د هغه درد درک کړي او د هغه په غم او خوښۍ کې ځان شریک وبولي. کله چې مؤمن د اختر په ورځو کې خپلوانو ته ورځي، یتیم ته خواږه ورکوي، مسکین ته لباس ورکوي، دا نه یوازې د انسانیت ښکلا ده، بلکې د دین یو ژوندی عملي پیغام هم دی. اختر موږ ته دا یادونه کوي چې د عبادتونو پای باید شکر وي، نه غرور. مؤمن کله هم د خپلو اعمالو په برکت نه نازیږي، بلکې شکر باسي چې الله تعالی یې دا توفیق ورکړ. همداراز، دا ورځې موږ ته د نفس د تزکیې، د زړه صفاوالي، د اجتماعي اړیکو پیاوړتیا، د غریب سره د مرستې، د کینې، بغض او نفرت ختمولو پیغام راکوي. خو دا اخترونه هم مسؤولیت لري، که یو مسلمان په خوښۍ اخته وي، باید د غزې، یمن، شام، کشمیر، برما او ټولو مظلومو مسلمانانو غم هېر نکړي. زموږ خوشحالۍ باید له مظلومو سره د خواخوږۍ، دعا او ملاتړ له جذبې سره وي. اختر موږ ته وایي: الله تعالی ته نږدې اوسه، ځکه همدا نېکمرغي ده؛ د خپل مسلمان ورور لاس ونیسه، ځکه همدا انسانیت دی؛ د خپلې ټولنې اصلاح وکړه، ځکه دا د دین برخه ده؛ له خپل ځان سره عهد تازه کړه چې راتلونکی به مې نور هم بهتر او د الله تعالی په عبادت کې وي، ځکه همدا د اختر روح دی. په حقیقت کې اختر د مؤمن له خپل رب جل جلاله سره د وفادارۍ تجدید، د امت د یووالي اظهار، د رحمتونو د نزول جشن او د اصلاح یوه نوې موقع ده، چې باید ښه او لازمه استفاده ترې وکړو. پای

Comments