
د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست اطلاعات و فرهنګ غزنی
June 2, 2025 at 08:59 AM
*مهمه خبرتیا*
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت، د زراعت او وترنري انستيتوت په همکارۍ، د کانګو ناروغۍ (چې یوه ساري او خطرناکه ناروغي ده) د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه یو مهم ښوونیز سیمینار تنظیم کړی دی.
په دغه سیمینار کې به د ناروغۍ د نښو نښانو، د خپرېدو لارو، او د وقایوي تدابیرو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شي.
وړاندې کوونکي:
استاد رفیع الله مشعل
استاد عبدالجمیل هجرت
وخت:
سهشنبه، د ماسپښین له ۳:۳۰ بجو څخه تر ۴:۳۰ بجو پورې
ځای:
د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز
ټولو ځوانانو، محصلینو او علاقمندو ته بلنه ورکول کېږي چې پدې ګټور او علمي سیمینار کې ګډون وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست – د ځوانانو چارو آمریت
❤️
👍
💐
15