
د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست اطلاعات و فرهنګ غزنی
June 3, 2025 at 06:53 PM
*غزني کې د کانګو ناروغۍ په اړه سیمینار جوړ شو*
غزني، د غبرګولي ۱۳مه، باختر
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د زراعت او وترنري انسټیټیوټ په همکارۍ د کانګو ناروغۍ په اړه یو علمي او دپوهاوي سیمینار دائیر شو.
یاد سیمینار چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز کې ترسره شو، موخهیې د زدهکوونکو او عامو وکړو د پوهاوي لوړول وو.
په سیمینار کې استاد رفعالله مشعل او استاد عبدالجمیل هجرت د ناروغۍ څرنګوالي، د خپرېدو لاملونو، خطرونو او د وقایې او کنټرول د لارو چارو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د غونډې تنظیموونکو د سیمینار له ګډونوالو وغوښتل چې له ورته علمي سیمینارونو څخه ګټه پورته کړي او د زراعت، مالدارۍ او ټولنیزو برخو کې خپل معلومات پراخ کړي.
ورته سیمینارونه د ځوانانو د علمي پرمختګ، عامه پوهاوي او له خطرناکو ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې مهم ګڼل کیږي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین یې د دوام ډاډ ورکوي.
د ویلو ده چې کانګو تبه یوه خطرناکه او وژونکې ساري ناروغي ده، چې عموماً د کنه (ticks) یا د ناروغ حیوان د وینې، غوښې او بدني مایعاتو سره د تماس له امله انسان ته ان
❤️
3