
د ګلبڼ زمزمې.
May 26, 2025 at 10:17 AM
د اسلامي ادب ګلبڼ د ۹۷مې آنلاین اونیزې مشاعرې غوره بیتونه
ترتیب او راټولونه؛ محمد حسن عمري
نېټه: ۱۶ ذي القعده ۱۴۴۶ هـ.ق
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
اوس هم ترخې سترکې خوږې ساتو
ســتـا د یـــادونـــو هـــدیــرې ســاتـو
رحمت شاه سائل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا چې د ننګ دنګې شملې ساتو
خود به عظمت د لوپټې ساتو
اکرام الدین مفتون
تر څو چې وي د زړۀ درزا ژوندۍ
موږه بۀ لوړې ارادې ساتو
صدیق اورکزی
په شیشه ګیو کې د ګل د شبنم
د ځنګلونو زمزمې ساتو
پیر محمد کاروان
لار به رڼا ساتو رهبره یاره
څۀ خو به خیال د قافلې ساتو
نظم الدین ندرت
د ژوند د شمعې په کيسه کې نه يو
پــه زيارتــونــو کـــې ډيوې ساتو
دوکتور لطف الله خیرخواه
د ښايستونو پلوي مو درواغ
که ګونګې دغسې نغمې ساتو
محمودي انصار
باوره خدایزده که ملګری مو شې
چې له څهرو شاته څهرې ساتو
عبدالمجید پل
چاته د زړه خبره نه شو کوی
جانه! غبار په آئينې ساتو
رفیق مهران
ستورې به خود ولو په کاڼو باندې
چې په لمنو کې تیارې ساتو
اجمل کریمي
دا زمانه به خیال زمونږ ساتي
که مونږ به خیال د زمانې ساتو
انور تبسم
داغه! د ورځې هم ډېوې ساتو
ځکه لمن د پښتنې ساتو
محمد حسن عمري
دا چې هیڅ نۀ لري ضمیر او سترګې
څۀ ته دې مړو ته آئینې ساتو
نسیم ایثار
در په در وږې یو نهر یو مګر
خیال د باچا او ملکې ساتو
نظام الدین فلاح
د شنه منګي د احترام په خاطر
د کشمالیو منجېلې ساتو
خالد ریحان ببری
ته د تیارو اندیښنه څله کوې!
موږ درته سترګو کې ډیوې ساتو
شرر ساپی
اوس هم ترې خوند د ازادۍ اخلو
اوس هم لاسو کې زولنې ساتو
سبیل ساد
تللو ملګرو راته پرېښود نظام
هلته کامیابه یؤ چې وې ساتو
امان الله مستغفر
د کوچي توب مو دغه غټه نښه
اوس هم اوښان ساتو بزې ساتو
اسرار الله حسن زی
دا یو عادت د سمندر لرو موږ
چې خیال د تږي کنارې ساتو
عتیق الله یون
مسلم ته جار هندو ته رام وایوو
خیال د جومات هم مېکدې ساتو
مشرخان ناظر
نه مو ایمان او نه مو عشق باوري
په زړه پیالې په لاس تسبې ساتو
علامه محمدي
چرته د کوم ښکلي په کار رانغلو
موږ زړونه هسي بې پایدې ساتو
اسدالله شپونکی
که نه رباب نه سریندې ساتو
د زړه په مراندو کې نغمې ساتو
کاروان
مونږ نه دې برګې سترګې نه هيريږي
نو تصويرونه دې په دې ساتو
طـ.الب جان مروت
زړه د ارمان په شور ژوندی ساتو
دا کور رڼا په دې ډیوې ساتو
اجل احمدزی
کاڼي راواخله که ګلونه نه وي
موږ به څه یاد ستا د کوڅې ساتو
رحمت شاه سایل
گرېوانه لږه وچکالي وزغمه
یو څه اوبه خو به تر شپې ساتو
صفت الله احساس
هيچا خپل مخ پکې و نه کتلو
خوشې په جېب کې آيينې ساتو
استاد ابراهیم همکار
د تنهاییو اذیت مه پوښته
له ځانه تاوې دایرې ساتو
عرفان رمز
رنځور وجود مې ستا نظر ته در وړ
ځان په تیارو کې له تیارې ساتو
هدایت ازمون
د سترګو سرې لېکې مې تا یادوي
اوس هم زړګی ارې، ارې ساتو
بدري تکل
د تکلیفونو هیڅ حساب نه کېږي
ژوند ته نیمژواندې حوصلې ساتو
عبدالرحمن غضري
د څېرو رنګ ثابته پاته نه شو
په خوله کې ژبې دوه او درې ساتو
خالد أنس
د ورځي خاندو چي را پوی نشي څوک
د شپې د اوښکو سلسلې ساتو
عبدالغني وفا
هغه بدرنګ غږ د تیارو رام شوی
د سکوت لپو کې ډېوې ساتو
ثاقب خپلواک
اوس د يارانو زړونه نه دي مونږه
د ماشومانو نه ښيښې ساتو
عاطف لاروی
د خپل کلتور بلې ډیوې ساتو
ډکې له زلفو نه اوږې ساتو
صفت الله احسلس
که اوازې وي د بادونو هم نو
موږه بیا هم بلې ډېوې ساتو
پیوند پټان
په دې نفرت ـ نفرت دنيا کې مونږه
لاهم د مينې ارادې ساتو
فضل باري مشفق
دنیا دې سمه شي په سمه لاره
موږه به نښې ترې کږې ساتو
احمدګل ریان
دوی په شملو باندې سرونه ساتي
موږ په سرو باندې شملې ساتو
رحمت الله ګرم
مونږ د اسلام د لوړ تهذيب په خاطر
د جومات دنګې منارې ساتو
بصیر بېدار ستوری
چې له هر یوه مینه زړه واخلي
څڼې په دې خاطر خورې ساتو
عزیزالرحمن ایاس
لارې يې نه ساتو مورچې ساتو
تمه وصال ته د ليلې ساتو
عاطف لاروی
د ښه باور په وروستي حد یو ولاړ
ياره چې تشې میکدې ساتو
شرر ساپی
ستا لۀ خاطره پیدا شوې اشنا!
ځکه خو خیال د زمانې ساتو
عمرحماس
مونږ د وفا لاروي، مینې ته ژمن
جانانه! تل دې خاطرې ساتو
ګمدل
په دې بد نیته زمانه کې اشنا
مونږ عقیدې درته پخې ساتو
حسن بلال
ستا د وصال د استقبال لپاره
موږ له کلونو ګلدستې ساتو
عرفان الله ایوبي
زرې زرې به یو پخپله په زړه
خو مګر روغ زړه د ادې ساتو
اجل احمدزی
څوګ مو حريم ته کوږ راونه ګوري
مو پښتانه تورې په دې ساتو
مفتي لاهوتي
مونږ حاجيان نه يو خو کعبې ساتو
د زړونو پاکې آيينې ساتو
سميع اللّٰه ظريف
تر مینځ مو باد هم ځاېدلی نه شي
یو بل ته ځان دومره نږدې ساتو
بختیار نیازی
د محبت څادر په سر ګرځوو
ژبې د یار په نوم لمدې ساتو
زاهد زېری
لکه ماران پرې رقیبان ماتوو
ځکه له ځان سره وُدې ساتو
منصور طـ.الب
څۀ به د حُسن پۀ زوال وایو
څۀ به پۀ زړۀ لۀ زمانې ساتو
نظم الدین ندرت
خلک د یار دید ته ګلونه یوسي
مونږ په لاسونو کې ایرې ساتو
عمران جنت
ښکلي مخونه ائینې ساتي
مړه مونږ زړونه ائینې ساتو
بصیر جمال
هسې نه ستا وعدو ته ورته نشي
په دې خاطر ځکه توبې ساتو
بسم الله فدا
لکه پيدا چې یو همدې چارې ته
ضائع کېدلو ته لمحې ساتو
محمودي انصار
بس له هرچابه مرور غوندې يو
په خوله به هرچانه ګيلې ساتو.
عبدالصمد کاموي
دا چې دیدن ته بهانې ساتو !
دا زړه کې ډار له زمانې ساتو
وصال هاشمي
د ښکلو هر نزاکت سر په سترګو
د دوی پر وړاندې چوپې خولې ساتو
ضياء ضمير
شمال څه وړي د ګلونو پاڼې
موږ یې په خاوره کې ریښې ساتو
اسدالله بلهار
د بل عزت مو خپل عزت ګڼلى
سپينې لمنې به ادې ساتو
وارث انځور
دې استعجاب کې بزرګي شته که نه
مونږه په اوښکو کې لمبې ساتو
حاذق سعید
افرين مونږ ته شه چې داسې وخت کې
سپېڅلې خپلې عقیدې ساتو
کمال زی
کهکشانونه د مانا لرو مونږ
د چا د سترګو سیپارې ساتو
ماهر ځاځی
سپرلی که وي په دې به هم راشي
مونږ ورته دا شاړې میرې ساتو
رحمت شاه سائل
له محبت ډکې سینــې ســـاتو
موږ پښتانه زړونه ډېوې ساتو
اکرام الله امېد
شپې دې تصویر ته رڼوو جانانه
سترګو کې ویښې شوګیرې ساتو
وطن مل
په موږ دې واوړي ښکلیه! تورې خاورې
که به له تاسره کینې ساتو
مفکر رښتین
د خاموشۍ فلسفه غوره ګڼو
ګنې په زړه ډیری ګیلې ساتو
سمیع الله سمون
د پښتو ملک دی بې پښتو نه شو مونږ
ځکه مړې اوښکې میلمنې ساتو
فریدالله خیرخواه
مونږ چې دیدن ته شبګیرې ساتو
ضرور به سترګو کې نشې ساتو
خالد إحسان
د عشق همدغه معرفت وي کنه
لا یې هم لارې او کوڅې ساتو
عرفان رمز
ستا د دیدن خیرات به کله کېږي؟
دغو شیبو ته شبګيرې ساتو
سیف صدیق
خپلو کې دا تودې اړیکې نه دي؟
دا له کافر سره سړې ساتو
احمدګل ریان
مونږ اصفهان او ډيلى دواړه بايلل
اوس په تور خم کې دراوزې ساتو
اکرام الدین مفتون
مونږ دې غوږونه کڼولی شو خو
ارمان چې چیغې مو ویدې ساتو
محمد حسن عـ.مري
پای.
❤️
❤
11