کندهار پوهنتون-Kandahar University
کندهار پوهنتون-Kandahar University
June 14, 2025 at 06:32 AM
د سميسټر نهايي آزمویني پېل سوې د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم، د ۱۶ اونیو تدریسي او زده کړیز بهیر د خلاصېدو سره سم، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځيو نهایي آزمویني پېل سوې، چي په لومړي ورځ ئې د څارني او ارزوني پر مهال د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي ، د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتين او د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې غړي حاضر ول. د سمیسټر نهایي آزمویني دا لړۍ به، د لوړو زده کړو وزارت د طرحي او د آزموینو د لایحې مطابق څلورو اونۍ دوام ولري. د آزموینو بهیر به د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د لا شفافیت په موخه وخت پر وخت څاري. نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱۷ د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت
Image from کندهار پوهنتون-Kandahar University: د سميسټر نهايي آزمویني پېل سوې  د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د آزمو...
👍 ❤️ 😂 😢 37

Comments