کندهار پوهنتون-Kandahar University
کندهار پوهنتون-Kandahar University
June 16, 2025 at 05:12 PM
*د کانکور ازموینې ګډونوالو د پام وړ* تر پایه یې ولولئ... لومړی خو ټولو اتلانو ته د ښه چانس هیله لرم، ځکه تاسو په داسې شرایطو کې چې ډېر کسان نه شي کولای زده‌کړو ته دوام ورکوئ، او په پوره اراده او حوصلې سره مو خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړې او تر دې ځایه راورسېدئ. اوس چې د کانکور مهم امتحان درته مخې ته دی، د خپل ورور دا خبرې هرو مرو په یاد ولرئ: ۱. یوه ورځ مخکې له امتحانه خپل ټول درسونه بند کړئ، که هر څومره مهم هم وي. که دا کار ونه کړئ، ممکن د امتحان په ورځ له ستونزو سره مخ شئ. ۲. د امتحان په شپه پوره خوب وکړئ، هیڅکله خپل خوب مه خراباتوئ. لږ تر لږه ۸ ساعته خوب حتماً وکړئ. ۳. د امتحان ورځ له لمونځ او د الله جل جلاله له یاد سره پیل کړئ، او له الله نه مرسته وغواړئ. ۴. که امتحان مو د سهار له خوا وي، حتماً سهارنۍ وکړئ. او که د غرمې لخوا امتحان لرئ، د غرمې ډوډۍ هېره نه کړئ. ۵. مخکې له دې چې امتحان ته ولاړ شئ، دا توکي له ځان سره واخلئ، هېر مو نه شي: - دوه قلمونه - تذکره - د تذکرې فوټو کاپي - د کانکور کارت - یو بوتل اوبه - څو دانې ککو یا خوږ چاکلیټ کاغذي دُسمال، څو خپلې خولې پرې وچې کړئ او ورقه خرابه نه شي. ۶. لږ تر لږه نیم یا یو ساعت مخکې د امتحان ځای ته ورشئ، ځکه چې که کومه ترافیکي ستونزه پېښه شي او ومو نه ځنډوي. ۷. له مور او پلار نه دعا واخلئ. ۸. کله چې د امتحان پوښتنلیک او د ځوابونو ورقې توضیح کېږي، خامخا وګورئ چې ستاسو کوډونه سره برابر دي، که نه. ۹. د کانکور د کارت یوه کاپي یا عکس له ځانه سره ولرئ، ځکه د نتایجو اعلان پر مهال به در ته پکار شي. ۱۰. له ازموينې یوه ورځ مخکې، لږ تر لږه ۱۵ انتخابونه ترتیب کړئ: - که امتحان مو ډېر ښه تېر شو، لومړني ۵ غوره کړئ. - که امتحان مو متوسط و، منځني ۵ انتخابونه وکړئ. - که خدای مه کړه امتحان مو بد و، وروستي ۵ غوره ګړئ. ۱۱. د پوښتنو ځوابونه (کلیدونه) یو په یو حلقه کړئ، ډېر دقت وکړئ، هڅه وکړئ چې دایرې خرابې نه شي، ځکه ماشین خرابه توره شوې حلقه ناسمه حسابوي. ټولو وطنوالو ته ښه چانس، اللّٰه مو برياوې نصیب کړه 🤲 درسره نشر يي کړي https://whatsapp.com/channel/0029Va8a8Es47Xe3kuP5Sj3J
Image from کندهار پوهنتون-Kandahar University: *د کانکور ازموینې ګډونوالو د پام وړ* تر پایه یې ولولئ...  لومړی خو ټول...
❤️ 👍 😂 😮 😢 65

Comments