کندهار پوهنتون-Kandahar University
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 17, 2025 at 09:30 AM
                               
                            
                        
                            د (۱۴۰۴ل.) کال د کانکور بایومټریک پېل سو
په کندهار پوهنتون کي، د (۱۴۰۴ ل.) کال کانکور د ګډون کوونکو څخه د آزموینو ملي ادارې هیئت بایومټریک پروسه پېله کړه.
یاده پروسه، چي دوې ورځي (سه شنبه او چهارشنبه) به دوام وکړي، د کندهار پوهنتون او  نورو امارتي پوهنتونو د ټولو پوهنځیو له پاره د ښوونځیو له دوولسم ټولګیو فارغانو څخه، چي د کانکور شمولیت کارډ ئې ترلاسه کړی يي؛ ترسره کیږي، چي نظارت ئې د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت او د آزمویني ملي ادارې پلاوی کوي.
د بایومټریک له پروسې وروسته، د آزمویني ملي ادارې راغلی پلاوی د آزمویني ټولو ګډونوالو ته، د آزمویني د ورکړي، پوهنځیو د انتخاب او پر ځینو نورو مهمو برخو باندي لارښووني کوي.
د یادوني وړ ده، چي کانکور به د راتلونکي پنجشنبې او جمعې په ورځو، د سهار پر شپږ بجې واخستل سي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۰
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                        
                                            😂
                                        
                                    
                                    
                                        18