
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
May 22, 2025 at 04:46 AM
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په بدخشان پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه
په یاده غونډه کې د بدخشان ولایت والي او امنیه قوماندان، د جهادي مدرسې شیوخ کرامو، د ولایتي ادارو یو شمېر رییسانو، د بدخشان پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او د یاد ولایت سپین ږیرو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په یاده غونډه کې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ځانګړې پاملرنه د (۲۶۰) میلیونه افغانیو په ارزښت، په بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځي لپاره د تدریسي او اداري بلاک او تدریسي روغتون د پروژو افتتاح په مناسبت جوړه شوې وه، وینا وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لطف څخه مننه وکړه، چې د یادو پروژو لپاره یې بودیجه ځانګړې کړه او ویې ویل: «ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې د ا.ا.ا تر چتر لاندې، په بدخشان پوهنتون کې د یوه داسې پرمختګ او لاسته راوړنې شاهدان یو.»
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو خبرو پر مهال د هېواد په شمال زون کې روانو پروژو ته په اشارې سره وویل، چې د ا.ا.ا د بدخشان ولایت ستونزو ته په کتو، چې د هېواد له لرې پرتو ولایتونو څخه دی او سختې لارې لري، د هېواد او په ځانګړي ډول بدخشان ولایت روغتیایي سکټور لپاره د مسلکي ډاکټرانو وړاندې کولو په موخه، د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی ایجاد کړ.
همدارنګه په یاده غونډه کې د ولایت محلي مسوولینو او بدخشان پوهنتون رهبري پلاوي د یاد ولایت پر روغتیایي سکټور باندې د طب پوهنځي اداري او تدریسي بلاک او تدریسي روغتون جوړولو پر اغېزو خبرې وکړې او د ا.ا.ا مشرانو او لوړو زده کړو وزارت له ځانګړې پاملرنې یې مننه وکړه.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالقعدې ۲۳ مه
۱۴۰۴ هـ.ش د غویي ۳۱ مه
۲۰۲۵ م د می ۲۱ مه.
