غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
May 22, 2025 at 04:04 PM
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد شمال زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندز پوهنتون محصلینو سره د ناستې تر څنګ، د یاد پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کندز پوهنتون په تالار کې جوړې شوې ناستې ته، چې د دغه پوهنتون رهبري پلاوي، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ګډون کړی و، ځينې مهمې سپارښتنې وکړې او ویې ویل چې محصلین باید د علم تر څنګ، د دین، اخلاقو او عقیدې له پلوه هم وروزل شي، له قومي، ژبنیو او سمتي تعصباتو څخه په کلکه ډډه وکړي. محترم شیخ صاحب د دیني او عصري زده کړو پر زده کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې یو مسلمان باید د خپل دین تر څنګ په عصري زده کړو هم سمبال وي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: «زه غواړم ستاسو پوښتنې له نږدې واورم. تاسو زموږ امید یاست، په زده کړو کې غفلت مه کوئ. علم تر لاسه کړئ او د حق لاره تعقیب کړئ.» همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندز پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ او په یاده شورا کې یې د کندز پوهنتون مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ. نېټه: پنجشنبه ۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالقعدې ۲۴ مه ۱۴۰۴ هـ.ش د غبرګولي لومړۍ ۲۰۲۵ م د می ۲۲ مه
Image from غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University: د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد شمال زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ ک...

Comments