غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
May 27, 2025 at 06:40 PM
د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان د غزني تخنيکي پوهنتون کارکوونکو ته تشریح شو! ۲۹/ذوالقعدة/ ۱۴۴۶ هـ.ق ۶ / جوزا / ۱۴۰۴ لمريز ۲۷ / می / ۲۰۲۵ ميلادي د ا-ا-ا د محترم مقام له لوري د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه صادر شوی فرمان، د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون کادري، اداري او خدماتي کارکوونکو ته تشریح شو. د ياد فرمان تشريح نن ورځ سه شنبه سهار د قرانکريم د ورځنۍ ترجمې پرمهال د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې ښاغلي مولوي صاحب عبدالرحمن سعد د انساني قاچاق د ناوړه پدیدې اسلامي، انساني، قانوني او اخلاقي اړخونه تشریح کړل. نوموړي یادونه وکړه، چې انساني قاچاق یو ستر جرم، د انساني کرامت خلاف او د اسلامي شریعت له نظره یو حرام عمل دی. هغه وویل، چې انساني قاچاق یوازې مادي نه، بلکې معنوي، اخلاقي، اجتماعي او د ټولنې د ارزښتونو خلاف جرم هم ګڼل کېږي. ښاغلي سعد له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د شریعت احکام، اسلامي اخلاق او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د سپېڅلي فرمان محتوا په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي. د دعوت او ارشاد آمر د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د صادر شوي فرمان بنسټیز مواد ولوستل او واضح يې کړل، چې د ا-ا-ا د مشرتابه له لوري له ټولو افرادو، دولتي ادارو، خصوصي بنسټونو، رسنيو، کورنیو او نړیوالو مرجعو څخه غوښتنه شوې چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات وکړي. د فرمان له مخې، هر ډول تشویق، همکاري، یا غیرمستقیمه مرسته چې د انساني قاچاق سبب کېږي، شرعاً او قانوناً جرم ګڼل کېږي او قانوني تعقیب لري. غونډه په مهمو سپارښتنو سره پای ته ورسېده، او کارکوونکو ژمنه وکړه چې د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې به د ټولنې د اصلاح لپاره نورو ته د پوهاوي او همکارۍ پیغام رسوي. د عامه پوهاوي، اړيکو او نشراتو مديريت
Image from غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University: د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان د غزني تخنيکي پوهنتون کارکوونکو ته تشریح...
😂 1

Comments