
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
May 28, 2025 at 07:41 AM
*د الکتروميخانيک پوهنځي محصلانو ته د انټرنټ، ايمل او HEMIS سیستم اړوند يو ورځنی تخنيکي سمينار وړاندې شو!*
۳۰/ذوالقعدة/ ۱۴۴۶ هـ.ق
۷ / جوزا / ۱۴۰۴ لمريز
۲۸ / می / ۲۰۲۵ ميلادي
د غزني تخنيکي پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز آمريت او د محصلانو چارو عمومي مديريت له لوري، د پوهنتون د الکتروميخانيک پوهنځي د دوهم سمستر محصلانو ته يو ورځنی تخنيکي سمينار دائر شو، چې په ترڅ کې ګډونوالو ته د انټرنټي سرچينو د کارونې، برېښنالیک جوړونې او د HEMIS معلوماتي سیستم اړوند مفصل معلومات ورکړل شول.
نن ورځ چهارشنبه، د غزني تخنيکي پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز آمريت او د محصلانو چارو عمومي مديريت په ګډه همغږي، د الکتروميخانيک پوهنځي د انرژي او ميخانيک څانګو د دوهم سمستر محصلانو ته يو ورځنی علمي او تخنيکي سمينار وړاندې شو.
سمينار د قرآن کريم د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو. ورپسې د پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستيال، استاد عطاء الله فيضي د سمينار د ارزښت په اړه خبرې وکړې او محصلان يې وهڅول، چې د ټکنالوژۍ له پرمختللو وسيلو ګټه پورته کړي.
د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر، نوماند پوهنیار نیک محمد ریښتین، د سمينار علمي برخه وړاندې کړه او محصلانو ته يې د انټرنټي سرچينو د کارونې، برېښنالیک جوړونې، دوسيې بندۍ او ګوګل پلتنې اړوند مهم مهارتونه وروښودل.
همداراز، د محصلانو چارو عمومي مدير ښاغلي قضاخان وفا، د لوړو زده کړو وزارت اړوند د معلوماتي سیستم (HEMIS) په اړه عملي معلومات وړاندې کړل، او محصلان يې وپوهول چې څنګه خپل اکونټونه جوړ او له ياد سیستم څخه استفاده وکړي.
محصلانو د ياد سمينار هرکلی وکړ او دا ډول علمي پروګرامونه يې د دوی د مسلکي ودې لپاره ګټور وبلل.
ياد سمينار د غزني تخنيکي پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز آمريت او محصلانو چارو عمومي مديريت په ابتکار، د پوهنتون د علمي پراختيا د تګلارو په رڼا کې ترسره شو، چې موخه يې د محصلانو د انټرنټي مهارتونو پیاوړتیا، د عصري ټکنالوژۍ سره اشنايي او د معلوماتي سیستمونو څخه موثره ګټه اخيستل وو.
د عامه پوهاوي، اړيکو او نشراتو مديريت

❤️
👍
2