
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
May 29, 2025 at 06:32 AM
*د غزني تخنيکي پوهنتون محصلانو ته د "د انسان خلقت او د نړۍ د تخليق جريان" تر سرليک لاندې ديني درس وړاندې شو!*
۱/ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۶ هـ.ق
۸ / جوزا / ۱۴۰۴ لمريز
۲۹ / می / ۲۰۲۵ ميلادي
د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري، د افتخاري شيوخ کرامو په تدريسي لړۍ کې د جهادي مدرسې د شيخ الحديث والتفسير نورمحمد نعماني له خوا، د الکتروميخانيک، جيولوجي او کانونو پوهنځیو دوهم سمستر محصلانو ته د انسان د خلقت او د دنیا د تخليق موضوعات د اسلامي نصوصو او تفسيري متونو په رڼا کې تشريح شول.
ياده ديني او علمي ناسته چي د پوهنتون د غونډو په تالار کې دائره شوي وه پکې شيخ صاحب نعماني د قرآني آيتونو او نبوي احاديثو په رڼا کې د انسان د خلقت فلسفه، د دنيا د تخليق مراحل او د بشر د مکلفيت اړوند ديني او فقهي اړخونه مفصل تشريح کړل.
نوموړي د انسان د پيدا کېدو الهي حکمتونه، د دې نړۍ د مؤقت حيثيت، د آخرت د ابديت، او د انسان مسؤوليتونه بيان کړل او محصلانو ته يې توصيه وکړه چې د علم تر څنګ، خپل فکري او روحاني ابعاد هم پياوړي کړي.
د غزني تخنيکي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت په ابتکار هڅه کوي چې محصلانو ته د عصري علومو ترڅنګ ديني لارښوونې هم برابرې کړي، دغه درسي لړۍ د پوهنتون د تربيتي پاليسۍ يوه مهمه برخه ده، چې له لارې يې محصلان د اسلام د اصولو سره سم فکري او اخلاقي پياوړتيا تر لاسه کوي.
د عامه پوهاوي، اړيکو او نشراتو مديريت

❤️
1