
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
May 30, 2025 at 04:25 PM
*د جيولوجي او کانونو پوهنځي د سیول انجینرۍ څانګي محصلانو د فواید عامې ریاست په همکارۍ علمي-عملي سفر ترسره کړ!*
۲/ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۶ هـ.ق
۹ / جوزا / ۱۴۰۴ لمريز
۳۰ / می / ۲۰۲۵ ميلادي
تېره ورځ پنجشنبه، د غزني تخنيکي پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځي د سیول انجینرۍ څانګي محصلانو، د خپلو عملي تجربو د پیاوړتیا په موخه د غزني ولایت د فواید عامې ریاست په همکارۍ یو ورځنی علمي-میداني سفر ترسره کړ.
یاد سفر د یادو څانګو د استادانو په ملتیا ترسره شو، چې موخه یې د محصلانو عملي ظرفیت لوړول او د نظري مفاهیمو تطبیق و.
محصلان د ناني او اوګرې هدیره ساحو ته ولېږدول شول، چیرې چې د سړک جوړونې، جیولوجیکي نمونو پیژندنې، د خاورې تثبیت، د کانکریټ اجزاوو پیژندنې او کارونې اړوند عملي فعالیتونه روان وو.
د فواید عامې ریاست انجنیرانو محصلانو ته د کانکریټ ډولونه، تناسب بندي، مقاومت، د ازموینو ډولونه، د فارم ورک، کیورینګ (Curing)، او د جوړښتونو د بنسټیزو موادو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
د سیول انجینرۍ څانګې محصلانو ته دا فرصت برابر شو، چې د جوړیدونکو سړکونو د طبقو (Subgrade, Base, Surface) ترتیب، د تخنیکي سروې طریقې او د کانکریټ عملي تطبیقات له نږدې وڅاري.
د يادې څانګې استادانو د دې ډول علمي سفرونو ارزښت ته په اشارې وویل، چې دا سفرونه نه يوازې د نظري زده کړو د پياوړتيا لامل کېږي، بلکې محصلان له واقعي ساحوي چاپېریال سره آشنا کوي او د هغوی مسلکي ظرفیت لوړوي.
غزني تخنيکي پوهنتون تل هڅه کوي، چې د خپلو محصلانو علمي او عملي تجربې غښتلې کړي.
دا ډول ميداني علمي سفرونه د پوهنځيو د تدريسي نصاب مهمه برخه ده چې د اړوندو دولتي ادارو په همکارۍ ترسره کېږي.
د عامه پوهاوي، اړيکو او نشراتو مديريت

❤️
😢
😮
4