غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
June 14, 2025 at 08:06 AM
د *«زرکشان» په نوم د انجنيري مطالعاتو علمي–څېړنيز ژورنال د فعاليت رسمي جواز ترلاسه شوو!* ۱۷/ذوالحجة الحرام/۱۴۴۶ هـ.ق ۲۴/جوزا/۱۴۰۴ هـ.ش ۱۴/جون/۲۰۲۵ م غزني تخنيکي پوهنتون، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري، د انجنيري علومو په برخه کې د یوه معیاري علمي–څېړنيز ژورنال د خپرېدو رسمي جواز ترلاسه کړ. یاد ژورنال چې د *«زرکشان: د انجنيري مطالعاتو علمي–څېړنيز ژورنال»* تر نامه لاندې به فعالیت کوي، د انجنيري برخې استادانو، محققینو، انجينرانو او څېړونکو لپاره به یو مهم علمي پلېټفارم وي، چې د تخنیکي مقالو، څېړنو، نوښتونو او علمي نظریو تبادلې ته به زمینه برابره کړي. دا لاسته راوړنه د پوهنتون د رهبرۍ، علمي کادرونو او د څېړنې د ارزښتناکې پالنې څرګند ثبوت دی، چې د غزني تخنيکي پوهنتون د علمي مقام د پیاوړتیا، مسلکي پرمختګ او څېړنیز هویت د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د پوهنتون اداره د لوړو زده کړو وزارت له محترم ریاست څخه مننه او قدرداني کوي او ټولو استادانو، محققینو، محصلینو او همکارانو ته د دې علمي ژورنال د جواز ترلاسه کولو مبارکي وايي. پوهنتون ژمن دی چې «زرکشان» ژورنال به د انجنیري علومو د ودې، څېړنو پراختیا، اکاډمیکو تبادلو او د ملي علمي هویت د نندارې لپاره یو ځواکمن او معیاري علمي بستر وګرځي. د عامه پوهاوي، اړيکو او نشراتو عمومي مديريت
Image from غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University: د *«زرکشان» په نوم د انجنيري مطالعاتو علمي–څېړنيز ژورنال د فعاليت رسمي...
❤️ 1

Comments