
غزني تخنيکي« پوهنتون» تخنیکی غزنی - Ghazni Technical University
June 17, 2025 at 03:47 PM
📣 د غزني تخنيکي پوهنتون ټولو درنو محصلانو، استادانو او ګډونوالو ته! 🌟
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
لکه څنګه چې تاسو ته څرګنده ده، د غزني تخنيکي پوهنتون واټساپ چینل د دې لپاره جوړ شوی چې تاسو ته پر وخت، دقیق راپورونه، خبرتیاوې، اعلانونه او مهم معلومات در ورسوو.
تر دې دمه، موږ هڅه کړې چې دا مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړو او دا هر څه ستاسو د ملاتړ له امله ممکن شوي دي. 🤝
✅ اوس موږ ستاسو یوه مهمه همکاري غواړو:
لطفاً د دې چینل لینک له خپلو ټولګیو، پوهنځیو او نورو اړوند د محصلانو ګروپونو سره شریک کړئ، دا کار نه یوازې ستاسو ملګرو ته ګټه رسوي، بلکې موږ ته دا زمینه برابروي چې زموږ نشرات لا پراخ شي او نور زده کوونکي هم له مهمو معلوماتو برخمن شي.
📌 د چینل لینک:
https://whatsapp.com/channel/0029Vakyb1l6buMSCvfRLO0i
راځئ د پوهې دغه تسلسل ګډ وساتو او یو بل سره مرسته وکړو!
ستاسو په مرسته، به هر محصل خبر وي!
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۱
د عامه پوهاوي، اړيکو او نشراتو عمومي مديريت
👍
8