
♥ددیني معلومــــاتو څانګه💜
May 29, 2025 at 08:06 AM
《د سـیـفـیـانـو رقص او ګډا 》
الهام"الدیوبندي"
فائده : تصوف ته په قرآن او حدیث کې احسان او تزکیه وائی.
او د وجد تعریف علماوو داسی کړی دی چی الوجد ما یصادف قلبک ویرد علیک بلاتعمد وتکلف. الرسالة القشيریة ( ص / ۹۷)
وجد: بی چینۍ، د زړه نرمۍ پوستکی د زیګیدلو د سکوت ، سکون د ژړا او بې هوشۍ هغو حالاتو ته وائې چې په زړه باندی بی اختیاره واریدیږی سبب ورته اکثره د الله ﷻ څخه ویره او خوف وي، کله غلبه د حزن او کله غلبه د خوشحالۍ وی.
امام قشیری رحمه الله لیکی دی چې :(وکل وجد فیه من صاحبه شئ فلیس بوجد) الرسالة القشیریة /ص - ۹۷ / اختیاری حالات جوړول وجد نه دی انتهی.
(ولا یحل الا اذاصارت الحرکات کحرکات المرتعش) الصاعقة المحرقة /ص - ۵۶ / په وجد کی د صوفی حرکات داسی وی لکه د مرتعش په فتاوی تاتار خانیه کې دی چې ( ومن اباحه من المشائخ ذلک الذی حرکاته کحرکات المرتعش ، و قال السری : شرط الواجد فی زعقته أن یبلغ الی حد لو ضرب وجهه بالسیف لا یشعرفیه بوجع ) الصاعقة المحرقة /ص - ۲۹ / شامی ، ص ـ ۵۷۷ / د واجد شرط دادی چی په مخ یي په توره ووهې نو چی هم په درد پوه نشي
حجل : د ډیری خوشحالۍ څخه په یوه پښه د خپل ځای څخه ولاړېدلو ته وائي.
د وجد ، جذب او د حجل حالات دائم نه وی بلکې په سلفو باندې کله کله د بې هوشۍ ، ژړا ، د پوستکي زیګیدلو و غیره حالات راغلي دی.
په بعضو په ټول عمر کی فقط یو ځل یا دوه ځله موقتاً داسې کیفیات راغلي دی
د سـیـفـیـانـو بریلویانو رقص او ګډا د صوفیه کرامو وجد او جذب نه دی بلکې د دوۍ وجد د لاندی امورو مجموعه ده:
(۱)ـ په قصد او تکلف سره د تیونو او اوګو خوزول.
(۲)ـ په خپل اختیار د کلابو په شان اؤ ، اؤ او غپیدل.
(۳)ـ په خپل اختیار په یو بل بالخصوص أمردانو (لغړزنو) غورځېدل د مسجد د ستنې او د دیوال څخه ځان بچ کولی شي لکن په امردانو (لغړزنو) ورغورځیږی او په لغړزنو دور پریوتلو څخه ځان نه شي بچ کولی.
(۴)ـ سرونه غورزول زګونه کول.
(۵) ـ ښکته پور ته کېدل.
(۶)ـ د درغو څخه قصداً په ځان داسې کیفیت راوستل لکه پیریانو چی نېولی وی حالانکي د بس یا د دیوال په سرو باندې داسې کیفیت نه شي راتلای
(۷) ـ همداسې ګډېدل او ګډېدل ، حالانکې په وجد او حجل کی دوام نه وي.
(۸)ـ او دا هر څه د الله ﷻ له وېرې نه وي بلکې دا هرڅه د جاهلو پیرانو ددستمال د خوزولو مرهون منت وي
منشاء ورته د جاهل پیر اشارې او دستمال خوزول وي.
( د سیفیانو رقاصانو د رقص بنیاد چا ایښی دي ؟ )
(۱) ـ د دغو نام نهادو صوفیانو د رقص بنیاد شیطان ایښی دی.
امام قشیری رحمه الله " المتوفی سنه ۵۶۵ " لیکلي دی چی ابو الحارث الأولاسي الصوفي فرمایلي دي چی یوه ورځ مې خوب کی شیطان ولیدو چی ښې او چپ طرف ته یی ډلی ډلی خلک ولاړ وو.
نو یوې ډلې ته یې وویل چي ( ارقصوا ، فرقصوا اطیب ما یکون ثم قال لی یا ابا الحارث ما اصبت شیاً اخل به علیکم الاهذا ) الرسالة القشیریة / ص -۳۷۷ / باب السماع
رقص وکرئ هغوۍ رقص وکړو بیا شیطان ابو الحارث ته وویل چې صرف ددې رقص له لارې به تاسو ګمراه کوم.
(۲) ـ علامه قرطبی رحمه الله فرمایلی دي چی رقص الصوفیه بنیاد سامری ایښی دی، ( و امالرقص و التواجد فاول من احدثه اصحاب السامری لما اتخذلهم عجلاً له خوار قاموا یرقصون حوالیه ویتواحدون فهو دین الکفار و عباد العجل) قرطبي سورة طه ایة نمبر /۱۴۲/
د رقص او تواجد بنیاد سامری ایښی دی کله یی چې ورته د زیوارتو څخه سخوندر (خوسی) جوړ کړو نو سامریانو ترې ګیر چاپیره رقص او تواجد شروع کړو.
(۳) ـ الشیخ محمد بن صفی الدین الحنفی الشامی رحمه الله (المتوفی سنه ۱۲۰۰هـ ) لیکلي دی چې ( الیهود اول من احدثو السماع والرقص . الصاعقة المحرقة علی المتصوفة الرقصة المتزندقة /ص - ۳۷ /
درقص الصوفیه بنیاد یهودو ایښی دی لکه څنګه چې د قرطبی په حواله د سامریانو ذکروشو
فتنة.سیفیت بریلویت بمقابله حنفیت
للشـ/هید شیخ الاسلام امام العزیمة علامه ابوابراهیم محمد رحیم الله الحقـ/ـانی الحنفی الدیوبندی صاحب تقـ/ـبله الله الباری / صفحه ۳۷ الی ۴۰ /
"کاتب" الھـام الدیوبندي
خادم و خاک پائی علماء دیوبند