Hamasa Media
Hamasa Media
June 14, 2025 at 06:42 AM
یو لوړپوړي ایراني چارواکي له سی‌ان‌ان تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې، نه یوازې به ایران پر اسرائیل خپل بریدونه زیات کړي، بلکې د سیمې هغه هېوادونه به هم په نښه کړي چې له اسرائیل څخه ملاتړ کوي. هغه ویلي، هر هغه هېواد چې د ایران د عملیاتو پر وړاندې د اسرائیل دفاع وکړي، باید دا تمه ولري چې د هغه هېواد پوځي اډې به د ایران راتلونکي هدفونه وي. نوموړي خبرداری ورکړی چې ایران به پر اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او لا به یې پراخ کړي.
Image from Hamasa Media: یو لوړپوړي ایراني چارواکي له سی‌ان‌ان تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې خب...
👍 1

Comments