Hamasa Media
Hamasa Media
June 14, 2025 at 11:14 AM
‏د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په وروستیو بریدونو کې یې په ایران کې د اتومي پروګرام ۹ فعال متخصصین وژلي. په یادو کسانو کې فریدون عباسي، محمد مهدي تهرانچي، امیر حسن فکري، منصور عسکري، عبدالحمید منوچهر، علي بکایي او سعید برجي شامل دي. د اسراییل پوځ وایي، ټول وژل شوي متخصصین او کارپوهان د ایران د اتومي پروژې کلیدي څېرې وې چې مهمه پوهه او د وسلو د پراختیا په برخه کې د لسیزو تجربه یې لرله. د یاد پوځ په وینا، دغه کسانو د ایران د اتومي وسلو د پراختیا په لاره کې مهم رول لوباوه.
Image from Hamasa Media: ‏د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په وروستیو بریدونو کې یې په ایران کې د ات...

Comments