Hamasa Media
Hamasa Media
June 14, 2025 at 11:28 AM
د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویس سفیره او د امریکا د ګټو د دفتر مسووله نادین لوزانو احضار کړې. ایران ویلي، چې متحده ایالات باید د دغو بریدونو مسؤولیت پر غاړه واخلي او ځواب‌ویونکي واوسي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا څانګې عمومي رییس عیسی کاملي مېرمن لوزانو ته ویلي، چې نه شي تصور کېدلی چې د اسراییلو دا یرغلګر بریدونه پر ایران د امریکا له همغږۍ یا شنه څراغ پرته ترسره شوي وي. تر دې وړاندې امریکا ویلي، چې له بریدونو وړاندې خبر وو؛ خو هیڅ وخت په کې مستقیم ښکېل نه دي.
Image from Hamasa Media: د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران ...

Comments