
Hamasa Media
June 14, 2025 at 04:18 PM
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې هېواد یې تهران ته د پوځي اقدام لاره پرانیستې او ډېر ژر به د اسرائیلو الوتکې د تهران پر فضا وویني.
نتانیاهو زیاته کړې، چې اسرائیل د ایران د توغندیو پروګرام او احتمالي اټومي وسلو د جوړولو پر وړاندې د دغه هېواد پوځي ظرفیتونه په نښه کړي دي.
هغه ویلي: «موږ نشو کولای د هغوی د زرګونو توغندیو تولید وزغمو؛ نو ځکه مو د تولیدي ظرفیت د لهمنځه وړلو پرېکړه کړې.»

🐕🦺
1