
Hamasa Media
June 14, 2025 at 04:21 PM
حماسه میډیا ایران کې له مېشتو افغانانو غوښتنه کوي، چې په هلته له تصویر، ویډیو اخېستلو او د روانې جګړې په اړه له تبصرو ډډه وکړي.
ایراني پولیس اوس مهال په ټول ایران کې په لوړه کچه څار کې دي او خدای مه کړه، چې تاسې اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور ونه نیول شئ.
مونږ هیله لرو، چې نه یوازې په دې اړه تبصرې، تصویر او ویډیو اخیستل ونه کړئ، بلکې خپل ځانونه هم خوندي ځایونو ته ورسوئ.
