
Hamasa Media
June 14, 2025 at 05:07 PM
د کریملین د بهرني سیاست لوړپوړي سلاکار یوري اوشاکوف اعلان کړی، چې ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د ایران او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ۵۰ دقیقې خبرې کړي دي.
اوشاکوف دغه تماس "مانا لرونکی او ګټور" بللی او زیاته کړې یې ده، چې پوتین په خبرو کې د ایران پر ضد د اسرائیلو پوځي عملیات غندلي دي.
د اوشاکوف په وینا، ټرمپ هم د منځني ختیځ اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او پوتین ته یې ویلي، چې امریکایي مذاکراتو کوونکي د ایران له استازو سره د خبرو بیا پیل ته چمتو دي.
