
Hamasa Media
June 15, 2025 at 10:48 AM
د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په میرزاخېلو کلي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۱۶ کلن هلک وژل شوی او د هغه خور او ورور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طبیب حماد رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن یکشنبه رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومان له یادې مرمۍ سره په لوبو بوخت وو.
امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د هغوی درملنه روانه ده.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د جګړو له امله پاتې شویو ناچاودو توکو له کبله هر کال ګڼ ماشومان ژوند له لاسه ورکوي یا ټپیان کېږي.
