
Hamasa Media
June 15, 2025 at 11:35 AM
د بشري حقونو یو سازمان هرانا ویلي، چې د اسرائیل بریدونو کې تر اوسه ۸۶۳ تنو ایرانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې ۲۱۵ تنه وژل شوي او پاتې نور ټپیان دي.
راپور کې راغلي، چې په وژل شویو کې ۵۱ او ټپیانو کې ۳۱ تنه نظامیان شامل دي.
تر اوسه ایران په دې اړه څه نه دي ویلي.
