Hamasa Media
Hamasa Media
June 15, 2025 at 01:01 PM
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر، محمدخالد حنفي، ويلي چې بې له ږيرې او حجاب څخه د اسلام تعريف نيمګړی دی. د یاد وزارت وياند، سيف‌الاسلام خيبر، د خالد حنفي د وينا يو غږيز پيغام د ایکس پر پاڼه خپور کړی چې نوموړي پکې ویلي: «که تاسو دستار، ږيره او حجاب ته اسلام نه واياست؛ نو اسلام څه شی دی؟» هغه زياته کړې چې اسلام د منکراتو، لکه بې‌حجابۍ او ږيره خريلو له مخنيوي سره پېژندل کېږي. نوموړي پخوا دنياوي زده کړې «مباح» بللې وې.
Image from Hamasa Media: د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر، محمدخالد حنفي، ويلي چې بې له ږيرې...
😂 1

Comments