Hamasa Media
Hamasa Media
June 15, 2025 at 02:47 PM
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر ژر به د ایران او اسرائیل ترمنځ سوله وشي. هغه زیاته کړې چې اوس د دواړو لورو ترمنځ زیاتې خبرې او ناستې روانې دي. ټرمپ ویلي، ایران او اسرائیل باید هوکړې ته ورسیږي، لکه څنګه چې هند او پاکستان روغه وکړه. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اسرائیل تازه د ایران پر ضد بریدونه ډېر کړي او ایران هم پر اسرائیل د توغندیو نوي بریدونه کړي دي.
Image from Hamasa Media: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر ژر به د ایران او اسرائیل ترمنځ س...
🐕‍🦺 1

Comments