
Hamasa Media
June 15, 2025 at 04:44 PM
په امریکا کې د اسراییلو سفیر یخیل لایتر، ، ویلي چې اسراییل د ایران د فردو د یورانیمو غنيکولو تأسیساتو د لهمنځه وړلو لپاره د امریکا مرستې ته اړتیا نه لري.
فردو تأسیسات چې د ځمکې لاندې موقعیت لري، له نظامي پلوه د برید تر ټولو ستونزمن هدف ګڼل کېږي.
د اسراییلو سفیر زیاته کړې چې دوی د امریکا له ملاتړ څخه منندوی دي؛ خو دغه ملاتړ یوازې تر "دفاعي دریځه" پورې محدود دی.
هغه د ایبيسي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې پر دغو تاسیساتو د برید بدیلې لارې لري.
