Hamasa Media
Hamasa Media
June 16, 2025 at 04:13 AM
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران له خوا د وروستیو راکټي بریدونو په ترڅ کې، د اسراییلو په مرکزي ښار بات یام کې دوه نور جسدونه له نړېدلو ودانیو لاندې را ایستل شوي دي. په ورته مهال، د اسراییلو مشهوره ورځپاڼه جروزالم پست لیکلي، چې له جمعې ورځې راهیسې د ایران د بریدونو له امله ۱۶ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. راپورونه ښيي چې لا هم د ژغورنې ډلې په زیانمنو سیمو کې لټون ته ادامه ورکوي، او امکان لري د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.
Image from Hamasa Media: د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران له خوا د وروستیو راکټي بری...

Comments