Hamasa Media
Hamasa Media
June 16, 2025 at 06:18 AM
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړې چې اسراییل او ایران دې اوربند ته ورسېږي؛ خو ټینګار یې کړی چې کله ناکله هېوادونه باید تر سولې مخکې جګړه وکړي تر څو ستونزې حل شي. نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د «جي-۷» سرمشریزې ته د روانېدو پر مهال له خبریالانو سره وکړې. ټرمپ ویلي چې امریکا به له اسراییلو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي؛ خو دا یې ونه ویل چې آیا له اسراییلو یې غوښتي چې بریدونه بند کړي یا نه. هغه د اسراییلي صدراعظم نتانیاهو سره اړیکې ښې او د متقابل درناوي لرونکې وبللې.
Image from Hamasa Media: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړې چې اسراییل او ایران دې اور...
❤️ 1

Comments