Hamasa Media
Hamasa Media
June 16, 2025 at 06:22 AM
ځایي سرچینې وايي چې د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی منشي او د المار ولسوالۍ ولسوال، محمد صالح د یکشنبې په ورځ د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی. پېښه د میمنې-المار پر لاره رامنځته شوې ده. د نوموړي یو خپلوان ویلي، چې محمد صالح د طالبانو حکومت وژلی دی. سرچینې زیاتوي چې محمد صالح د جمهوریت تر سقوط وروسته ایران ته تللی و؛ خو بېرته فاریاب ته راستون شوی او په وروستیو دوو کلونو کې یې سوداګریز او خیریه فعالیتونه درلودل. د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
Image from Hamasa Media: ځایي سرچینې وايي چې د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی منشي او د المار ولسو...

Comments