Hamasa Media
Hamasa Media
June 16, 2025 at 08:00 AM
د ايران د قضاييه قوې اړوند خبري آژانس "ميزان" راپور ورکړی چې يو تن د اسرائيلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شوی دی. د راپور له مخې، دغه کس چې اسماعيل فكري نومېده، د ۱۴۰۲ کال په قوس مياشت کې نيول شوی و. ميزان خبري آژانس زياته کړې چې فکري د اسرائيلو د استخباراتي شبکې موساد له دوو غړو سره په تماس کې و، او هڅه يې کوله د ايران معلومات هغوی ته وسپاري. د ايران حکومت دغه اعدام د هېواد د ملي امنيت د خوندي ساتلو په هدف اړين بللی دی.
Image from Hamasa Media: د ايران د قضاييه قوې اړوند خبري آژانس "ميزان" راپور ورکړی چې يو تن د ا...
❤️ 1

Comments