Hamasa Media
Hamasa Media
June 16, 2025 at 01:33 PM
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او اسرائیل ترمنځ پر روان کړکېچ خبرې کړې. امیرخان متقي په دې تلیفوني تماس کې د ایران پر خاوره د اسراییلي رژیم بریدونه وغندل او دا یې د نړیوالو قوانینو نقض وباله. هغه همداراز ډاډ ورکړی چې افغانستان به د سعودي عربستان د حج له مراسمو راستنېدونکو ایراني حجاجو د خوندي انتقال په برخه کې همکاري وکړي. عباس عراقچي په دې خبرو کې د طالبانو حکومت له دریځ مننه وکړه او افغانستان یې یو ښه، ملاتړی او خواخوږی ګاونډی یاد کړ.
Image from Hamasa Media: د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو ...
👍 2

Comments