Hamasa Media
Hamasa Media
June 16, 2025 at 05:36 PM
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې د ایت‌الله علي خامنه‌يي هدف ګرځول ناممکن نه دي. هغه د ای‌بي‌سي نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د خامنه‌یي وژل جګړه نوره نه شي ډېرولی، بلکې پای ته به یې ورسوي. نتانیاهو زیاته کړې، چې دوی به هر هغه کار وکړي چې اړتیا وي. هغه وایي، چې ایران د یوې بې‌پایلې جګړې او حتی اټومي جګړې سرحد ته رسولي؛ خو اسرائیل غواړي دې ته د پای ټکی کېږدي.
Image from Hamasa Media: د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې د ایت‌الله علي خامنه‌ي...

Comments