
Hamasa Media
June 17, 2025 at 06:01 AM
امریکایي رسنۍ سيانان د یو امریکایي چارواکي له قوله ویلي، ډونالډ ټرمپ خپل ټیم ته ویلي چې ژر تر ژره د ایران له چارواکو سره د لیدنې هڅه وکړي.
د نوموړي په وینا، دا لیدنه د دې لپاره کېږي، ترڅو دا معلومه کړي چې تهران له اسرائیل سره د شخړې د دیپلوماتیک حل په برخه کې جدي دی که نه.
تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې دا جګړه به هم د هند او پاکستان د جګړې په څېر حل کړي.
