Hamasa Media
Hamasa Media
June 17, 2025 at 07:26 AM
راپورونه ښيي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د هغو هېوادونو شمېر پراخوي چې پر وګړو یې د امریکا سفر بندېږي. د امریکايي رسنیو د څرګندونو له مخې، د دغې ارزونې موخه دا ده چې د ۳۶ نورو هېوادونو اتباع هم د امریکا خاورې ته د سفر اجازه له لاسه ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع تایید کړې، او وایي چې اداره هڅه کوي د امنیتي دلایلو له مخې د سفر پر بندیزونو کې پراخوالی راولي. د یادونې ده چې ولسمشر ټرمپ نږدې وخت کې یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی و چې له مخې یې د ۱۲ هېوادونو اتباعو ته د امریکا ویزې بندې شوې، چې افغانستان هم په دغه نوملړ کې شامل و.
Image from Hamasa Media: راپورونه ښيي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د هغو هېوادونو شمېر ...

Comments