Hamasa Media
Hamasa Media
June 17, 2025 at 07:56 AM
ایران یو وار بیا د اسرائیل بېلابېلې سیمې په نښه کړي دي. دا بریدونه، چې نږدې دوه ساته وړاندې شوي، د اسرائیل پلازمېنې په ګډون یې ځینې مهم ښارونه هدف ګرځولي. یو شمېر رسنیو لیکلي، چې په دې بریدونو کې د موساد ودانۍ هم په نښه شوې. تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
Image from Hamasa Media: ایران یو وار بیا د اسرائیل بېلابېلې سیمې په نښه کړي دي.  دا بریدونه، چ...

Comments