
Hamasa Media
June 17, 2025 at 10:22 AM
د عربي او سيمې د ۲۰ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د اسرائيل له لوري پر ايران بريدونه سخت وغندل او د تاوتريخوالي د راکمولو غوښتنه يې وکړه.
دغه اعلاميه د مصر رسمي خبري آژانس "مِنا" خپره کړې ده.
په اعلاميه کې مصر، اردن، پاکستان، بحرين، برونئی، ترکيه، چاد، الجزاير، کومور، متحده عربي امارات، جيبوتي، سعودي عربستان، سوډان، سوماليا، عراق، عمان، قطر، کوېت، ليبيا او موريتانيه هغه هېوادونه بلل شوي، چې دا بریدونه یې غندلي.
دغو هېوادونو وزيرانو د سيمې د خطرناک کړکېچ په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او پر دې يې ټينګار کړی چې بايد د هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وشي.
دوی له ټولو خواوو غوښتي چې خپل اختلافات د سولهييزو لارو هوار کړي.
همداراز، د منځني ختيځ له سيمې څخه د هستوي او نورو وژونکو وسلو د پاکېدو غوښتنه شوې او له ټولو هېوادونو غوښتنه شوې چې د هستوي وسلو د نهخپرېدو له تړون سره يو ځای شي.
