
Hamasa Media
June 17, 2025 at 10:23 AM
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې له چینایي شرکت «آفچین» سره د آمو سیند د نفتو ۲۵ کلن قرارداد لغوه کړی دی.
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان، ویلي چې دا قرارداد د شرکت لهخوا د پرلهپسې سرغړونو او د ژمنو نه پوره کولو له امله فسخ شوی دی.
نوموړي ویلي، یو ګډ کمیسیون جوړ شوی و چې د شرکت تخلفات یې ارزولي او ثابته شوې چې شرکت په خپلو تعهداتو کې پاتې راغلی دی.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال او د ریاست الوزرا دفتر له خوا د قرارداد د لغوه کولو پرېکړه تایید شوې ده.
د طالبانو حکومت له نړیوالو تجربو لرونکو شرکتونو غوښتي چې د قرارداد اسنادو د ارزونې لپاره له دوی سره رسمي اړیکه ونیسي.
