
Hamasa Media
June 17, 2025 at 11:53 AM
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، ویلي چې امریکا د روسیې او امریکا ترمنځ راتلونکي مذاکرات لغوه کړي دي.
دغه خبرې اترې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو لپاره پلان شوې وې.
زاخارووا د لغوه کېدو لامل نهدی څرګند کړی، خو هیله یې څرګنده کړې چې دغه وقفه اوږده نهشي.
تر دې وړاندې روسي او امریکایي چارواکو دوه ځله په استانبول کې سره لیدلي وو.
روسیې تېره اونۍ ویلي و، چې راتلونکې خبرې به په مسکو کې وشي.
